Le retour volontaire peut vous y emmener.
L'OFII organise et paie votre voyage de retour. Et nous examinons avec vous si nous pouvons vous offrir un soutien supplémentaire.
J’ai des questions ? L’ofii peut y répondre
۱۲ـ هیواد ته زما رسیدل څنګه کیږی؟
کله چه بیرته خپل هیواد ته ورسیدم، دبیرته انطباق او د خپل پروژی دپاره باید، په مستقیمه توګه، اوفی او یا د اوفی محلی اوپراتور سره تماس ونیسم.
۱۳ـ د بیرته انطباق پروژه څنګه عملی کیږی؟
د اوفی صلاکار سره زما انفرادی او تنظیم شوی ملاقات ماته امکان راکوی چه زما اړتیاوی مشخص شی او زه د انطباق هغه درجی ته لارښونه کیږم چه زما د حالت مناسب وی.
اوفی په دری مختلفو درجو کښی دمرستی وړاندیز کوی:
لومړی درجه: تولنیز انطباق
په لومړی درجه کښی د تولنی سره زما او زما د کورنۍ انطباق وی. زما د د کور د کرایه ورکول، د موبلونو او یا برقی سامان آلاتو اخیستل، زما روغتیایی مصارفاتو یوه برخه په غاړه اخیستل او ښونځی ته زما د ماشومانو شاملول هم په کښی شامل دی. که چیری زه د افغانستان، بنگلادیش، هندوستان، عراق، کوسووو، نیپال، نایجیریا، پاکستان، روسیه، او یا د سریلانکا یوه تبعه یم، کیدای شی، په هوائی دګر کښی، زما د کورنی د غړو د بیرته موندلو، قضايي ملاتړ او روانی معالجی په برخه کښی ماسره ملګرتیا وشی.
دوهمه درجه: کار او حرفوی زدکړی
په دوهمه درجه اوفی کولای شی چه ماسره د کارموندلو او د سی.وی (د سوانح خلص) لیکلو، یا زما د حرفوی زدکړو او یا زما د معاش یوه برخه راکولو کښی راسره مرسته وکړی.
دریمه درجه: د یوه تجارتی مؤسسی تأسیس
او بالاخره، په دریمه درجه کښی زما د تجارتی مؤسسی د تأسیس لپاره امکانات برابروی. که چیری زما پروژه و منل شو، زه یو مسلکی کورس پیل کوم چه زما د نوی فعالیت سره ارتباط لری او د خپل د پروزی پیل دپاره، د یو مالی ملاتړ څخه هم برخمن کیږم.
۱۴ـ کله زه د خپل پروژی په کار بیل کوم؟
کله چه، د اوفی لخوا زما پروژه تائید شو، اوفی زما د پروژی د طرح او تطبیقولو په برخه کښی ماسره ملګرتیا کوی او زما اجرآآت تعقیبوی. که چیری د تولنی سره د بیرته انطباق مسئله وی، اوفی شپږ میاشته پوری زما چاری تعقیبوی او که چیری د کارموندلو او یا د تجارتی مؤسسی تأسیس خبره وی، (زما د پروژی د تأُئید نه وروسته)، یو کال په ترځ کښی ماسره ملګرتیا کوی.
۱ـ په ځپله ځوښه بیرته ستنیدل یعنی څه؟
که چیری زه وغواړم جه بیرته خپل هیواد ته ستون شم، د کډوالو په چارو کښی فرانسوی دفتر (اوفی) زما د بیرته ستنیدلو ترتیبات (د سفر خرچه، مالی مرسته، په اداری چارو کښی ما څخه د سفر د ترتیبولو په برخه ملاتړ) برابروی. زما سفر د یو عادی مسافر په شان ترسره کیږی، زما د بیرته ستنیدلو په مورد، زما د اصلی هیواد مقاماتو ته خیر نه ورکول کیږی. که چیری زما نظر بدل شی، هر وخت کولای شم چه د خپل تصمیم نه صرفنظر کړم.
۱۵ـ د بیرته انطباق لپاره مرستی څنګه پرداخت کیږی؟
د بیرته انطباق لپاره مرستی په نقده توګه نه ورکول کیږی، اوفی او یا دهغه محلی اوپراتور د اکمالات کونکی نه هغه مالونه او سامان آلات اخلی چه زما د پروژی د تطبیق دپاره اړتیا شته. کولای شی چه درمل، یوه حرفوی زدکړه او یا وسایل او سامان آلات وی چه زه، د خپل راتلونکی تجارتی مؤسسی لپاره، ورته ضرورت لرم.
۲ـ د اوفی نقش څه دی؟
د بیرته ستنیدو او بیرته د تولنی سره انطباق په خاطر، د اوفی یو صلاکار ماسره مرسته کوی ترڅو چه زما د بیرته ستنیدو پروژه په ښه توګه تنظیم شی. په ځینی هیوادو کښی، اوفی مونږ سره د حرفوی پروژو په برخه کښی ملګرتیا کوی ترڅو چه زما د اصلی هیواد د تولنی سره زما د ښه انطباق څخه مطمئن شی. همدارنګه اوفی کولای شی چه ماسره زما په اصلی هیواد کښی، د کار موندلو په برخه کښی مرسته وکړی.
۳ـ آیا زه کولای شم چه د بیرته ستنیدو لپاره یو درخواست وکړم؟
په ځبله خوښه د بیرته ستنیدل د یو درخواست لپاره، باید چه زما اقامت په فرانسه کښی غیرقانونی وی او یا زما د پناهندګی د غوښتنی چاری پیل شوی وی. زما په اصلی هیواد کښی زما په خوښه د بیرته ستنیدل په هماغه سیمه کښی ترسره کیږي چه زه په خپله وغواړم.
۴ـ آیا زه کولای شم چه خپل اصلی هیواد د تولنی سره د بیرته انطباق په خاطر د مرستی غوښتنه وکړم؟
اوفی کولای شی چه زما سره په یو وخت، هم د بیرته ستنیدو د مرسته کولو او هم د تولنی سره زما د بیرته انطباق لپاره د کار موندلو او یا د یوه تجارتی مؤسسی د تشکیل په ذریعه، ماسره ملګرتیا وکړی. زما په اصلی هیواد کښی یوه کمیته د دی موضوع د څیړنی دپاره شته چه آیا زما پروژه دوام کوی او که نه.
اوفی د لاندنیو ۲۹ هیوادونو کښی، د تولنی د بیرته انطباق دپاره د مرستی وړاندیرز کوی:
ارمنستان، بینین، بورکینافاسو، کامرون، کانگوبرازویل، د کانگو دموکراتیک جمهوریت، ساحل عاج، گابون، گینه کوناکری، هایتی، مالی، مراکش، موریس، سینگال، توگو، تونس، کوسووو، افغانستان، بنگلادیش، هندوستان، عراق، ایران، نایجیریا، پاکستان، روسیه، سودان او سریلانکا. د انطباق د پاره د مرستی مبلغ، زما د هیواد او زما د پروژی په پاملرنی سره د نورو سره توپیر لری، زما صلاکار کولای شی چه ماته د هغه مبلغ نه چه زه برخمن کیږم معلومات راکړی.
که زه محصل یا ځوان متخصص یم او یا د مدنی فعالیتونو رضاکار کارمند او که زما د اقامت سند اعتبار په نهایی توګه، په دری راتلونکی میاشتو کښی سرته رسیږی، زه کولای شم چه په یواځی توګه د بیرته انطباق دپاره، د مرستی غوښتنه وکړم. زه کولای شم چه دلته:
۵ـ د کوم ځای نه معلومات حاصل کړم؟
زه کولای شم چه د اوفی نژدی دفتر ته ورشم. په لاندی پانه باندی باید کلیک کړم:
(où nous trouver)
د بیرته ستنیدو او بیرته انطباق یو صلاکار زما د درخواست چاری په غاړه اخلی. د خبری کولو د آسانتیا د برابرولو په خاطر، اوفی زما په مورنۍ ژبه کښی یو ترجمان هم غواړی.
۶ـ زما سفر څنګه ترتیب شوی دی؟
د بیرته ستنیدلو ترتیبات د اوفی د یو صلاکار په ذریعه تنظمیږی. زه باید هغه ته خپل پاسپورت و ښیم، که چیری زه پاسپورت نلرم، هغه ماسره د مسافرت د یو سند په اخیستلو کښی مرسته کوی. اوفی ماته د الوتکی د تکتونو د اخیستلو وړاندیز کوی او همدا رنګه، که چیری ضرورت وی، د ترانسپورت مصارف، تر هغه هوائی دګره پوری راکوی چه د هغی نه زما د بیرته ستنیدو سفر پیل کیږی.
۷ـ څومره سفری بکسونه کولای شم چه ځان سره واخلم؟
د سفری بکسونو شمیر او د هغوی مجاز وزن په هغه بلنلیک کښی توضیخ شوی چه، د سفر نه مخکی، د اوفی لخوا ماته راکړ شوی دی. دغه موضوع د مقصد او کمپنی سره تړاو لری. باید ښه توچه وکړم چه زما د سفری بکسونو وزن د هماغه ټاکل شوی حدود څخه زیات نشی.
۸ـ زما مسافرت څنګه ترسره کیږی؟
د بیرته تللو په وخت، د عزیمت/انطباق یو صلاکار، په هوائی دګر کښی ما څخه هرکلی کوی او د بوردینګ تر سالونه پوری ماسره ملګرتیا کوی. ماته د بیرته ستنیدو دپاره یو مالی مرسته راکوی چه یواځی یو وار راکول کیږی. د دی تعاونی مرسته اندازه د هماغه هیواد سره ارتباط لری چه په کښی غزیمت کوم.